BBC News, پښتو - کور پاڼه

که ایران د هرموز تنګی خلاص نه کړي، سختې پایلې به وویني

ژوندۍ پاڼه,
ټرمپ ګواښ کړی چې که د هرمز تنګی تر سې شنبې خلاص نه شي د ایران د انرژۍ مرکزونه او پلونه به په نښه کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ 'ټروت سوشل' یو سخت بیان خپور کړی، چې پکې یې ایران ته ګواښ کړی که چېرې د هرمز تنګی خلاص نه کړي نو جدي پایلې به ولري. ټرمپ ويلي، که ایران دا حیاتي سوداګریزه لاره خلاصه نه کړي، د ایران د انرژۍ مرکزونه او پلونه به په نښه شي.

مهم خبرونه

  • د طالبانو حکومت ځواکونه

    د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ولایت کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي

    د افغانستان له ختیځ خوست ولایت څخه راپورونه وايي د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بيا سختې نښتې شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سرچینو له خولې ادعا کړې چې جګړه "پاکستاني پوځ پيل کړې" او د طالبانو حکومت یې ځواب ورکړی دی. دوی وايي، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند پر "ملکي خلکو" د توپونو مرمۍ وتوغولې.

  • په المان کې جبري پوځي خدمت په ۲۰۱۱ کال کې پای ته رسېدلی

    جرمني کې نوی قانون: د ۱۷ او ۴۵ کلونو ترمنځ سړي د پوځ له اجازې پرته په اوږده سفر بهر نه شي تلی

    د اوسنیو اصولو له مخې په عمومي ډول دا ډول اجازې ترلاسه کول اسانه دي ، خو دا معلومه نه ده که دا قانون ماتیږي حکومت به یې پلې کولو لپاره څه ډول ګامونه اخلي.

  • ننګرهار - ګردی کڅ

    کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا‍ تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .

  • د کابل غونډې ګډونوالو ګډ انځور

    کابل کې د منځنۍ اسیا هېوادو له استازو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو غونډه

    د افغانستان پلازمېینه کابل د یکشنبې پر ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د مشورتي خبرو اترو په پار د جوړې شوې غونډې کوربه و. په دې یوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو حکومت له استازو علاوه د اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان ډېپلوماټانو ګډون درلود.

  • په دې اړه د مولوي هبت الله اخوندزاده  فرمان څلور مادې لري او سر له یکشنبې په رسمي جریده کې د خپریدو او اجرا وړ بلل شوی دی.

    "پردیو" اصطلاحاتو ته د بدیل موندلو پلاوی وټاکل شو

    د طالبانو حکومت مشر د عدلیې ورازت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی چې اړونده ادارو او اصولي سندونو کې کارېدونکو پردیو اصطلاحاتو ته بدیل پیدا کړي. په دې اړه د مولوي هبت الله اخوندزاده فرمان څلور مادې لري او سر له یکشنبې په رسمي جریده کې د خپریدو او اجرا وړ بلل شوی دی.

لنډې ویډیوګانې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

  • hdvhk
  • IRAN
  • floods
  • ماو نینګ
  • ArtemisII
  • Bierut
  • زین العابد عابد
  • Artemis II launch
  • ایران
  • خارګ ټاپو
  • جیټ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي